نړۍ

په عراق کې په يوه رستورانت د داعش بريد

بغداد – بى بى سي – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
د عراق د شيعه ګانو د استوګنې ښار (بلد) په يو رستورانت د داعش د بريد له امله څه ناڅه ١٢ تنه ووژل شول. دغه رستورانت د ريال مادريد د فوټبال د اسپانيايي ټيم د پلويانو د راټوليدو ځاى و.
د را رسيدلو خبرونو له مخې:
د پنجشنبې په شپه دريو تنو يرغلګرو د (الفرات) په رستورانت کې په خلکو د ماشينګڼو ډزې وکړې او وتښتيدل او څو ساعته وروسته کله چې يوه شيعه پوځي مليشه د هغو يو تن کلابند کړ؛ هغه ځان وچاوه او څلور تنه شيعه مليشې يې ووژلې.
داعش په يوه وينا کې د دغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى، خو د ريال مادريديانو رستورانت ته يې اشاره نه ده کړې.
د بي بي سي راډيو وايي: دا په عراق کې بله ډار اچوونکې پيښه ده چې ښايي هيڅ پاملرنه ورته ونه شي. خو له دې امله چې دغه رستورانت د ريال مادريد د پلويانو د راټوليدو ځاى و او د اسپانيا د ليګ رييس د هغه له امله د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي؛ هغه ته زياته پاملرنه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته