ټولنه

په لعل او سرجنګل کې د يوه پله په جوړيدو سره د څو کليو د خلکو ستونزې لرې شوې

چغچران باختر دمرغومي دمياشتې ٦ نيټه :
د غور ولايت د لعل او سرجنګل په ولسوالۍ کې د موټرو د تګ راتګ يو پل پرون   ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د غور د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست سرپرست خيرمحمد نايبي  د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه پل د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د کليوالي لارې جوړولو د ملي پروګرام له بوجې څخه د څه دپاسه پنځلسو ميليونو افغانيو په لګښت د٣٤ مترو په اوږدوالي او د ٥ مترو په سور جوړ شوى دى.
نايبې زياته کړه چې د دغه پله په جوړيدو سره د سرجنګل د ناوې سيند د دواړو  غاړو د پرتو کليو د خلکو ترانسپورتي ستونزې لرې شوې دي.
د يوبل خبرله مخې:
په غور ولايت کې د دوو ټولګټو پروژو کار پرون پيل شو.
په دغو پروژوکې د پنځلس اعشاريه پنځو کيلومترو په اوږدوالي د سړک او  ٤٢ مترو په اوږدوالي او د ٧ مترو په سور د موټر د تګ راتګ د يوه پله جوړول شامل دي چې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د کليوالي لارې جوړولو د ملي پروګرام له بودجې څخه د ٨٠ ميليونو افغانيو په لګښت عملي کيږي.
نايبي زياته کړه چې د دغو پروژو په بشپړيدو سره به د سرجنګل او دجوقل دسيمو ٥٧ کلي د لعل او سرجنګل ولسوالۍ له مرکز سره ونښلول شي.
پاى ف ذ

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته