امنیت

دروان کال ترپاى پوري دملي پوليسو شمير يوسلواووه پنځوسوزرو تنو ته رسيږي.

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٧ :

د کورنيو چارو وزارت ويندوى وايي چې تر ١٣٩١ کال پوري  دملي پوليسو شمير يوسلو اووه پنځوسو زرو تنو ته رسيږي.

دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي دباختر داطلاعاتي اژانس خبريال ته وويل  چې دهيواد ملي پوليسو تشکېل  له يوسلو شلو زرو تنو څخه يوسلو پنځوسو زرو تنو ته لوړ شوي دي   اوپه اوس وخت کې  څه دپاسه يوسلو نهه څلويښت زره تنه پوليس په بيلابيلو ليکو کې فعاليت کوي  او ټاکل شوې ده دغه شمير تر ١٣٩١ کال پوري  يوسلو اووه پنځوسو زرو ته ورسيږي.

صديقي زياته کړه  چې دښځينه پوليسو دجذب په برخه کې هم پرمختياشوې ده  چې تر ٢٠١٤ ميلادي کال پوري  پنځوزرو تنو ته رسيږي .

دده دڅرگندونوله مخې  دهيوادملي پوليس اوس دتيرکال په پرتله  په ښه توګه سمبال شوي دي او ټاکل شوې ده دراتلوونکې کال په بهيرکې دپوليسو داړتياوړ ټول تجهيزات بشپړشي .

ده وويل  ملي پوليس په روان کال کې  په څه دپاسه دوه زره ډول ډول زغروالو وسايطواوپه نورو تجهيزاتواوډول ډول سپکواودرندو وسلوسمبال شوي دي.

صديقي زياته کړه دروان کال په بهيرکې ديرش زره تنه پوليس دهيوادپه مرکز او ولايتونو کې له مسلکي زده کړي وروسته دپوليسو په ليکو کې  شامل شوي دي  او همدا اوس څه دپاسه نولس زره تنه پوليس دهيواد په مرکز اوولايتونو کې  دپوليسو په روزنيزو مرکزونو کې ترمسلکي روزنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته