امنیت

د طالبانو دوه سيمه ييز قوماندان ووژل شول .

آسعد آباد – باختر دتلې دمياشتې ٧
دطالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندان په کونړ ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول  .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خيل باختر اژانس ته وويل :  دغه نښته هغه وخت رامنځته وشوه چې وسله والو طالبانو دچپه درې په ولسوالۍ کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
خبرځاى وويل : طالبان دپوليسو دځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول  چې  له امله يې  دعبدالرحمن او جعفر په نومونو دطالبانو دوه تنه مشور قوماندان ووژل شول او دوه  تنه نوريې ټپيان شول .
دسيدخيل دڅرګندونو له مخې : په دې نښته کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته