امنیت

يو تن دانسان تښتونې په تور ونيول شو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٩:
دفارياب ولايت پوليسو  يو تن انسان  تښتوونکى نن  ددغه ولايت په مربوطاتو کې دګډو عملياتو په  بهيرکې  ونيوه .
دفارياب ولايت  دامنيې قوماندانۍ  مطبوعاتي مسوول باخترآژانس ته خبر ورکړ : چې دفارياب ولايت دپښتون کوټ ولسوالۍ  دپوچه کلي اوسيدونکى  غلام سخي  دميمنې ښار دلومړۍ ناحيې داوسيدونکي ګل محمد دتښتونې په تور نيول شوى دى.
خبرځاى زياته کړه  چې دغه انسان تښتوونکى تښتول شوى سړى يې له وهلو اوډبولو وروسته وژلى و چې دميمنې ښار  په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو   له خوا نيول شوى دى.
ويل کيږي نيول شوي سړي  په رسمي ډول  خپل شپږ تنه جرمي شريکان  پوليسو ته معرفي کړي دي او هغوى  هم دپوليسو له خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته