امنیت

له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره دخلکو په ملاتړ دکورنيو چارو وزارت دمعين ټينګار .

کابل باختر د کب  ديارلسمه :
دکورنيو چارو وزارت معين  وايي چې دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه وګړني ملاتړ ته اړتيا لري .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دکورنيو چارو وزارت معين جنرال  شاه ولي چې نن يې دهېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره دملاتړ په غونډه  کې چې دافغانستان دځوانانو دمدني ټولنې له خوا په کابل کې جوړه شوې وه خبرې کولې او ويې ويل چې دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه دخلکو غوڅ ملاتړ ته اړتيا لري او دهغوى اتلوالى اوسرښندنې دستاينې وړ دي
ده وويل چې دکورنيو چارو وزارت دپوليسو په ليکو کې داصلاحاتو په خاطر ژمن دى .
دغه راز دکابل ګارنيزيون دقوماندانۍ سرپرست  جنرال افضل  امان خبرې وکړې او ويې ويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونه ديوې ټپل شوي جګړې په مقابل کې  مبارزه کوي .
ده وويل چې دامنيتي او دفاعي ځواکونو موخه او نيت د هېوادوالو دامنيت تامينول دي خوداکار دخلکو له ملاتړ پرته ناشونى دى .
وروسته دکابل د ١٠١  اسمايي زون دقوماندانۍ سرپرست جنرال  داود امين خبرې وکړې او ويې ويل چې موږ د جرمونو دکچې دکمښت په خاطر دنشه يي توکو له قاچاقو وړونکو او پلورونکو سره جدي مبارزه کوو ځکه په پايتخت کې دجرم اصلي عامل نشه يي توکي دي .
ده دکابل دپوليسو په ليکو کې  اصلاحات ديوه  اصل برخه وبلله او ويې ويل چې دغه اصلاحات د بلوک او ډلګي په کچه  دوام لري .
ده زياته کړه چې له اداري فساد سره مبارزه زموږ يوبنسټيز کاردي
په دې غونډه کې دافغانستان دځوانانو دمدني ټولنې  رييس او د ملي پوليسو سفير هم خبرې وکړې او په پاى کې امنيتي ځواکونه وستايل شول .
  دکب دمياشتې نهمه دافغانستان داسلامي جمهوريت  دکابينې له خوا دامنيتي او دفاعي ځواکونو دورځې په توګه نومول شوې ده او دغه ورځ کال په کال نمانځل کيږي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته