ورزش

دکرکټ دملي ټيم لوبغاړي دسکاتلند ، ايرلند او هالند دکرکټ له ټيمونو سره لوبې کوي .

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
دافغانستان دکرکټ دملي ټيم  ورزشکاران  په هند کې خپلو تمرينونو ته دوام ورکوي .
دکرکټ بورد وياند  فريدهوټک نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو تمرينونو موخه د سکاتلند ، هالند او ايرلند  هېوادونو له ټيمونوسره دسياليو لپاره دهېواد  دکرکټ دملي ټيم  دورزشکارانو لازيات تياري دى .
دهوټک  د څرګندونوله مخې  ټاکل شوې ده دهېواد دکرکټ ملي ټيم دروان ميلادي کال دجولاي دمياشتې له څلورمې نيټې څخه  تر شپږمې نيټې پورې دوه پنځوس  اوره سيالۍ په سکاتلند  کې ددغه هېواد له ټيم سره ترسره کړي او وروسته پنځه پنحوس اوره لوبې دجولاي دمياشتې له يوولسمې نيټې څخه تر نولسمې نيټې پورې  په ايرلند کې  دايرلند له ملي ټيم سره او دجولاي له نهه ويشتمې نيټې څخه داګست تر لومړي نيټې پورې په هالند کې ددغه هېواد دکرکټ له ملي ټيم سره ترسره کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته