امنیت

په هرات کې دوژنې په تور ددوو تنو داعدام حکم

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢١ :
دوه تنه چې دوژنې تور پرې لګول شوى دى دهرات ولايت داستيناف محکمې له  خوا په اعدام محکوم شول .
په دغو کسانو  په دوو  جلاجلا جرمي پيښو کې  د وژنې تورلګول شوى دى  چې دهرات ولايت داستيناف محکمې د جزا دديوان له خوا  په اعدام محکوم شول.
دهرات ولايت  داستيناف محکمې رييس  قضاوتوال سيدعبدالغفار زبير  چې ددغې قضايي علني غونډې مشرتوب يې په  غاړه درلود   وويل :  يو له دغو دوو  تنو  تورنو کسانو څخه درې  کاله مخکې دخپلې عمه   کورته ننوتى و  او په
خپل ټوپک سره يې  ددې  لور  په داسې حال کې چې ويده وه ،  وژلې وه .
ويل کيږي چې تورن  له خپلې عمه لور سره  د ګوژدن  غوښتنه کړې وه خو د     رد  ځواب ورته ورکړ  شوى و.
يوبل تن چې په دې قضيه کې  تورن دى  په شپږو مياشتو بند  محکوم شوى دى.
په دې غونډه کې  يو بل تن هم په اعدام او همکاريې په لس کاله بند محکوم شو. ا و په همدې ترتيب دتاوتريخوالي دقضيې تورن  په يو کال بند ، په جنسي تيري تورن په يوکال اوشپږ ومياشتو بند ، دزور زياتي په قضيه کې تورن   په شپږکاله بند  اودزنا په قضيه کې دوه تورن کسان هر يو  په دوه کاله اوشپږو مياشتو اوپه يو کال اوشپږو مياشتو بند محکوم شول.
داستيناف دمحکمې درييس دڅرګندونوله مخې  هغه سړى چې  دغلا  په بيلابيلو قضيو کې  پرې تور لګول شوى دى په دې غونډه  کې په شل کاله بند محکوم شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته