اقتصاد

د هرات – استانبول ترمنځ مستقيمې الوتنې پيليږي

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې ٢٧مه
د ترکيې نړيوال هوايي شرکت په پام کې لري چې په نږدې راتلوونکي کې د هرات – استانبول ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل کړي.
د دغه شرکت مسوولينو چې هرات ولايت ته يې سفر کړی دى، نن د هرات له والي عبدالقيوم رحيمي سره وکتل او اعلام يې وکړ چې په دې برخه کې مقدماتې څيړنې بشپړې شوې دي  .
دوى وايي چې د هرات – استانبول ترمنځ د مستقيمو الوتنو اجرایي چارې په جدي ډول تعقيبوي.
د ترکش ايرلاين د هوايي شرکت رئيس زياته کړه چې د هرات – استانبول ترمنځ د مستقيمو الوتنو د ترسره کولو لپاره زمينې برابرې شوې دي او د ځینو مسئلو له  څيړنې وروسته دغه الوتنې په عملي ډول پيليږي .
د هرات والي د ترکيې د هوايي شرکت د دغه اقدام هرکلى وکړ او زياته يې کړه             هيله لري چې دغه اقدام ډير ژرعملي شي .
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته