کابل باختر د ثور اوولسمه
دزابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو په بريد کې دايساف دوه اکمالاتي موټرونه وسوځيدل .
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر ډګروال غلام جيلاني فراهي باختر اژانس ته وويل چې دغه بريد تيره شپه دکابل _ کندهار په لويه لاره کې وشو .
ده زياته کړه چې وسله والوطالبانو دشهر صفا په ګلوخان مانده په سيمه کې پر اکمالاتي کاروان بريد وکړ چې له سيمې څخه دتيريدو په حال کې وو .
فراهي وويل: په دې بريد کې دايساف دوه ټانکرونه وسوځيدل او ددغه کاروان څلور تنه ساتونکي ټپيان شوي دي .
ده وويل چې پوليس له ډيل پرته سيمې ته ورسيدل او په مقابل بريد کې دري تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي .