
کابل، د ثور ۲۸ مه، باختر
د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د نیمروز او هرات ولایتونو د کرکټ منتخبو لوبډلو ترمنځ ۲۵ اوریزې سیالۍ پيل شوې.
د نیمروز د کرکټ بورډ آمر عبدالمالک “کاکړ” وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او د استعدادونو پېژندلو په پار پیل شوې چې څلور ورځې په دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د ځوانانو ترمنځ د یووالي په پار د کرکټ، والیبال، فوټبال،فوټسال او نورې سیالۍ پیل شوې دي.
سعیده