کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٠
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د ننګرهار ولايت د لعل پورې ولسوالۍ لپاره نومول شوي ولسوال له دولسو تنو افرادو سره يې دهوايي بريد په بهيرکې ووژل شو. په ملا ګل آقا تېره شپه د لعل پورې ولسوالۍ د مچ مګي په کلي د ده په پټنځي کې بريد وشو.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې هوايي بريدکې د لعل پورې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال ملا ګل آقا له دولسو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
ويل کيږي؛ يو پاکستانى جګړه مارهم په وژل شويوکسانوکې شامل دى.
مشرقيوال وويل: دغه جګړه ماران د يو لړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
د ننګرهار د پوليسو وياند وايي چې په دې هوايي بريدکې ملکي وګړو ته زيان نه دى .