امنیت

نهه تنه وسله وال ياغيان ونيول شول

کابل باختر دتلي  شپاړسمه
  دهيواد په ځينو سيمو کې دملي اردو دځواکونو د جلا جلا عملياتو په بهير کې  نهه تنه ياغي  طالبان ونيول شول اويوه اندازه  جنګي  وسايل ترلاسه شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي  دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ. دملي اردو ځواکونو دمخالفينو له شتون څخه د سيمو دپاکولو په مقصد دکندز ، هلمند او دارزګان  دولايتونو په مربوطاتوکې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې  نهه تنه ياغي طالبان ونيول شول او ددښمن دولس توغندي ويشتونکي ، درې کلاشينکوفونه ، دوه صندوقه باروت ، يوه پيکا اوپوځي وسايل اونور تجهيزات  اويو موټرسايکل  په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته