امنیت

یو وسله وال طالب په ننګرهار کې ونيول شو

کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
د ملي امنيت منسوبينو په ځانګړو عملياتو کې د طالبانو ډلې د يو غړي د نيولو خبر ورکړ.
ملا سباوون د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې هغه مهال ونيول شو چې د کلاشينکوف سلګونه ګولۍ یې نامعلوم ځاى ته لېږدولې.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو ډلې د دغه غړي نيول تاييد کړل، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته