روغتیا

د سالنډي ناروغۍ د دولينې د ماشومانو ژوند ګواښوي

کابل/ د سلواغې٢٧مه/ باختر
د واورې سخت اورښت او د مواصلاتي لارې تړلوالى، د غور د دولينې ولسوالۍ  خلکو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول له ستونزو سره مخ کړي دي.
باختر آژانس د غور د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې طالبانو په دولينه ولسوالۍ کې له دغې ولسوالۍ سره د غور د مرکز د لويې لارې د واورې د پاکولو مخه نيولې ده چې د طالبانو دغه عمل د دې سبب شوى دى چې د کليوالي سيمو اوسېدونکي ونه شي کړى د درملنې او واکسين لپاره خپل ناروغان کلينکونو ته ورسوي.
ويل کېږي چې يو زيات شمېر ماشومانو په دولينه ولسوالۍ کې د سالنډي او والګي په ناروغيو اخته شوي دي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته