امنیت

يوې ځوانې نجلۍ په فارياب کې ځان وژنه وکړه .

کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
يوه نولس کلنه نجلۍ  دفارياب ولايت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې  ځان وژنه وکړه .
دپښتون کوټ ولسوال باختراژانس ته وويل دغه نجلۍ  تيره شپه  ددغې ولسوالۍ  دخانقا کلي په مربوطاتو کې په خپل کور کې ځان زندې کړې ده .
  ديوبنسټ  سلاکاره مرضيه سادات چې په فارياب کې دښځو لپاره کارکوي وويل  دغه نجلۍ په  ديارلس کلنۍ کې  خپل مور له لاسه ورکړې وه  او دخپل اوو تنو ورونو او خونيدو  دساتنې مسووليت يې په غاړه درلوده اوشپږ مياشتې مخکې کوژده  شوې وه .
دفارياب ولايت  دبشر  دحقوقو مسوول حفيظ الله  فطرت وايي ددغې پيښې اصلي علت روښانه نه دى او په دې باب تحقيقات پيل شوى دى .
  فطرت  زياته کړه دروان کال په بهير کې په فارياب کې دنجونو او ښځو ځان وژنه زياته شوې ده .    ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته