نړۍ

غير دولتي سازمانونو د سوريې له خلکو سره د مرستې ژمنه وکړه.

دمشق- نړيوالې خبري منابع – باختر دمرغومي  دمياشتې ٢٥
غير دولتي مرستندويو سازمانونو ژمنه کړې  ده چې دسوريې له خلکو سره د بشر دوستانه مرستو لپاره څلور سوه مليونه ډالره ځانګړې کړي .
ددغو سازمانونو دڅرګندونو له مخې  :   ژمنه شوې مرستې په هيواد او بهير کې دسوريې اتباعو ته په پام کې نيول شوې  دي.
په سوريه کې دمليونونو تنو ژوند په دغه هيواد کې دکورنۍ خونړۍ جګړې
تر اغيزې لاندې راغلي دي.
غير دولتي سازمانونو په کويټ  کې له خپل کنفرانس څخه يوه ورځ مخکې دغه
ژمنه اعلام کړه .
دغه کنفرانس دملګرو ملتو دسازمان په غوښتنه دسوريې خلکو  ته دبشردوستانه مرستو لپاره دشپږو ملياردو ډالرو د راټولو په مقصد  جوړيږي.
په همدې حال کې دملګرو ملتو سازمان د خوړو نړيوال پروګرام دسوريې په جګړه ځپلو سيمو کې د خوراکي توکو دکمښت لعه امله انديښنه څرگنده کړي ده.
دنړۍ دخوړو پروګرام   وايې چې ماشومان ددغه حالت  له پلوه ځوريږي او په دغو سيمو دمرستندويو سازمانونو دلاس رسي غوښتنه کړې  ده .
په تيرو دريو کلونو کې دسوريې په کورنۍ جګړه  کې څه دپاسه يو سلو شل زره تنه وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته