کابل باختر د ليندۍ څلورمه :
د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ پوليسو پرون دوه تنه دغلا په تور له وسله والې نښتې وروسته ونيول .
د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال جمال ناصر د باختر آژانس خبريال ته وويل چې پوليسو يوه درې کسيزه وسله وال غله په داسې وخت کې چې د دغې ولسوالۍ د فرغانبل د کلي د اوسيدونکو مالونه غلاکول، بريد وکړ چې له امله يې دوه تنه له يو کلاشينکوف سره ونيول شول او يو تن بل يې په تيښتې بريالى شو .
د خوست ولسوالى امنيه قوماندان وويل چې د نيول شويوکسانو له جملې څخه يو تن يې د خپل پلار او مور په وژنې هم مظنون دى او پوليس د فراري غل د نيولو لپاره هلې ځلې کوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم