کابل، د زمري ٤مه، باختر
یوشمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو مسايلو يو لړمطالب خپاره کړي دي.
د اطلاعاتو روز ورځپاڼې” په هلمند کې درې ښځې د لامبو وهلو په وخت کی ډوبې شوې. “ترعنوان لاندی لیکلی دی.
په هلمند کې د اسلامی امارت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دریو ښځو د لامبو وهلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنگ ريس حافظ راشد هلمندی وايې چې دا پېښه د يکشنبې په ورځ د زمری په ٢مه رامنځته شوې ده.
د هغه د څرګندونو له مخې د دغو ښځو له جملې څخه دوه يې له قندهار څخه دي چې په هلمند کې د يوې ښځې په کور کې ميلمني وې او کله يې چې له خپلې کور به سره د ګرشک ولسوالۍ په سربند سيمه کې د لامبووهلو نيت درلود، ډوبې شوې.
حافظ راشد وويل چې ميلمنې ژغورل شوي او د کوربه ميرمن مړه شوې ده.
د ٨ صبح ورځپاڼې ( د اروپا اتحاديه د روسيي ګازو بشپړو بندولو ته چمتو کېږي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د اروپا د اتحاديي رييس اورسولافون درلاين ويلي، چي دغه اتحاديه بايد د روسيې ګازو بشپړ بندولو ته په داسې شرايطو کې چې روسيه د هغه د کمښت په حال کې ده چمتو شي.
دغه راز دغې ورځپاڼې د ” روسيه : په اوکراين د نه منلو وړ رژيم پاى ته رسوم” ترعنوان لاندې په يو بل مطلب کې ليکلي دي.
د روسيي دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې د مسکو اصلي هدف دا دى چې د اوکراين خلک د نه منلو وړ رژيم له واکمنۍ څخه وژغوري.
\ ذ