کابل / د چنګاښ ۲۲مه/ باختر
په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړچې د اصلاح ورځپاڼې مسوول مدیر دادمحمد عنابي د ورپېښې ناروغۍ له امله نن په حق ورسېد.
دادمحمد عنابي د هېواد یو فرهنګی او ادبي شخصیت و او په فرهنګ او ادب کې یې ښه پوهه او بصیرت لاره.
ارواښاد عنابي ډېر کلونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په بېلابېلو برخو کې کار وکړ، یو مهال د بیهقی کتاب خپرولو موسسې رییس و او له څو کلونو راهیسې یې د اصلاح ورځپاڼې د مسوول مدیر په توګه دنده ترسره کوله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د عنابي مړینه ضایعه بولي، ده ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت، کورنۍ او د اصلاح ورځپاڼې همکارانو او د هېواد فرهنګي – ادبي ټولنې ته د صبر او زعم هیله کوي.