
۲۹– کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر
د هرات د ارشاد، حج او اوقافو ریاست مسوولین وايي، چې د روان کال وري میاشت کې یې ۲ میلیونه، ۹۷۷ زره او ۹۹۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس مولوي نجیب الله کروخي باختر آژانس ته وویل، چې په تېره میاشت کې یې د اوقافو ځمکو د اجارې له درکه ۲ میلیونه، ۹۷۷ زره او ۹۹۰ افغانۍ او ۴ زره ۹۲۰ کیلوګرامه غنم د دولت خزانې ته سپارلي دي.
کروخي زیاته کړه، چې هڅه کوي، د اوقافو ټولې ځمکې په منظم ډول په اجاره ورکړي، څو زیات عواید د دولت خزانې ته وسپارل شي.
لمر