خبرونهورزش

د غزني په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې

کابل، د سلواغې ۸مه، باختر

د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمریت په همغږۍ د دې ولایت د مرکز په اسلامي ثقافت ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې د دې سیالیو لومړۍ لوبه د هفت ستاره او د یار سنايي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ۴/۲په توپیر د هفت ستاره لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

یاد ریاست د دغو سیالیو د ترسره کېدو موخه د زونونو د سیالیو لپاره د غوره څېرو موندل یاد کړي چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته