امنیت

په روزګان کې په نويو نښتو کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دلړم لومړى :
نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانوسره په نويو نښتو کې ووژل شول .
جګړې نن سهار  ترينکوټ ښار ته څيرمه دپوځيانو په ناڅاپي  بريد کې ونښتې .
  دروزګان ولايت يوه پوځي  مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ددغې ډلې څو سنګرونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړ شول .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته