ټولنه

په بغلان کې دطبيعي پيښو دڅيړنې کميټې غونډه وکړه .

کابل باختر  دليندي  يوولسمه
دبغلان دوالي  عبدالحي نعمتي په مشرۍ  په بغلان ولايت کې دطبيعي پيښو دڅيړنې  کميټې غونډه وکړه .
  په دې غونډه کې  داړوندو ادارو درييسانو په  ګډون سربيره په بغلان ولايت کې دملګروملتو دسازمان داړوندو موسسو او دنړيوالو بنسټونو استازو هم برخه اخستې وه .
دبغلان ولايت له طبيعي  پيښو سره دمبارزې رييس  نصير احمد کهزاد دسختو لارو  لرونکو سيمو دخلکو  داړتياوو يادونه وکړه او ويې ويل چې په روان ژمي کې  خوراکي توکو دسوند موادو او جامو ته جدي اړتيا شته .
دبغلان ولايت له  طبيعي  پيښو سره دمبارزې رييس  زياته کړه چې  بايد ددغه ولايت  سختو لارو لرونکو ولسواليو ته ددرملو ، طبيعي تجهيزاتواو دګرځنده  روغتيايي کلينيکونو برابرول  په پام کې ونيول شي .
ده  په بغلان کې دسختو لارو داتلسو ساحو په پرانستلو هم ټينګار وکړ .
په دې غونډه کې دملګروملتو دسازمان دخوړو دپروګرام مسوول دخوراکي  توکو دبرابرولو او نورو نړيوالو موسسو اوبنسټونو  دلګښتي مالونو دبرابرولو په لاره کې تيارى څرګند کړ چې هرکلى يې وشو .
په پاى کې دبغلان ولايت  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا  او دفوايد عامې درياستونو چارواکو ژمنه وکړه چې سختې مواصلاتي لارې پرانستې ساتي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته