اقتصاد

په فراه کې د عنابو نوي بڼونه جوړېږي

کابل/ د سلواغې ٢٨مه/ باختر
په فراه کې د عنابو ١٠٠بڼونه جوړېږي.
د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه رياست د عنابو د بڼونو د جوړولو لپاره پر بڼوالو د عنابو ١٦ زره نيالګي وېشلي دي.
هغه زياته کړه چې ټاکل شوې ده دغه بڼونه د فراه په پشت رود ولسوالۍ پورې اړوندو کليو کې جوړېږي.
عناب وچه او طبي ميوه ده چې په  فراه کې د سره زر په نامه يادېږي.
ويل کېږي فراه د عنابو مهم توليدکوونکي ولايت دى او اوس د دغه ولايت په زر هکتاره ځمکه کې عناب کرل شوي دي او دغه ميوه هر کال ايران او پاکستان ته صادرېږي.
د فراه د کرنې رياست وايي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې په نوي کال کې د کليوالي کرکيلې د ودې او پراختيا لپار په دغه ولايت کې په ٣٠٠ جريبه نوره ځمکه کې هم عناب وکري.
ختم – سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته