ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو په موسسو کې د شموليت د آزموينې نتیجې اعلانيږي

کابل باختر دزمري دمياشتې ١٠ نيټه :
د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت د آزموينې نتيجې نن له غرمې وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا اعلانيږي .
د لوړو زده کړو وزارت د خپرونو رياست مرستيال اخترمحمد عبير باختر آژانس ته وويل چې په روان کال کې په ټول هېواد کې د دولتي لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت په آزموينه کې ٢٠٠ زره ٤٦١ تنه هلکانو او نجونو ګډون کړى و.
ده وويل: د لوړو زده کړو د موسسو،د ديني علومو، د څوارلسمو ټولګيو، شپني او متفرقه عمومي آزموينو نتيجې نن له غرمې وروسته د لوړو زده کړو وزارت د آموزينې رياست له خوا اعلانيږي .
عبيرزياته کړه چې د لوړو زده کړو په موسسوکې د آزموينو د ګډون کوونکو له جملې څخه ٢٠٠ زره ٤٦١ تنه هغه کسان دي چې آزموينې يې په برياليتوب سره ترسره کړې وې او ١٢٠ زره تنه يې د لوړو او نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې منل کېږي  چې له دې جملې څخه هم ٦٢ زره تنه يې د لوړو زده کړو موسسو او پاتې کسان يې د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لاره مومي.
پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته