کابل / د لیندۍ ۶ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن سهار د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د جبل السراج تاریخي ماڼۍ د بیارغاونې بهیر د لیدنې په موخه پروان ته سفر وکړ.
باختر آژانس ته د جمهوری ریاست د ویندوی د دفتر له مخې، جمهوررییس د یادې ماڼۍ د بېلابېلو برخو د کاري بهیر د لیدنې پرمهال وویل: افغان ولس په ځانګړي ډول د پروان خلکو ته مبارکي وایم چې یوه کنډواله بېرته د هیلو او ویاړ په بنسټ بدلېږي.
جمهوررییس د دې په څرګندولو چې د جبل السراج ماڼۍ به د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت په موزیم بدله شي وویل: جهاد د ټولو افغانانو ویاړ دی. هغه زیاته کړه، یو بنسټ باید د دې ماڼۍ د منابعو دوامدار مدیریت په غاړه واخلي او د منار په سیمه کې دې یو بازار جوړ شي، چې سیلانیان په اساسي ډول د افغانستان له تېر تاریخ او زموږ فرهنګي میراثونو سره بلد شي.
جمهوررییس وویل: د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په توګه د پروان ولایت د بچیانو پر سرښندنو چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د هیواد دفاع کوي، ویاړم او درناوی یې کوم.
جمهوررییس څرګنده کړه: د جمهوري ریاست ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د راپور پر بنسټ، ددغه بنسټ له لورې پر جوړو شویو ودانیو لګښت څو برابره کم دی او دغې ادارې د هیواد په ۲۶ ولایتونو کې ۲۶ جوماتونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د دې ادارې له لورې د ۳۷۷ جوماتونو د جوړولو کار جریان لري.
جمهوررییس وویل: هڅه کوو چې د روغتیا په برخه کې د واضحې پانګونې زمینه برابره کړو.
هغه د هیواد د ملکي او پوځي شهیدانو کورنیو په ځانګړي ډول د پروان د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او وې ویل، پروان د جمهوریت د بقا په خاطر بې شمېره قربانۍ ورکړي او په تېرو ټاکنو کې د دغه ولایت د خلکو ونډه د پام وړ وه.
جمهوررییس وویل، د افغانستان ملي یووالی، اسلامي ارزښتونه، جمهوریت او له هر افغان سره د بل افغان برابري زموږ ژمنه ده. هغه زیاته کړه چې د خلکو له مشورې او همغږۍ پرته د سولې تامین، پرمختګ او د بشري سرچینو مدیرت امکان نه لري.
جمهوررییس د دې په بیانولو چې د افغانستان ملت له وابستګۍ، بې وزلۍ، وېش او ګواښ څخه راوتلی دی وویل: راتلونکی کال به د اوبو پر مدیریت زیات تمرکز ولرو او د کابل او پروان د څښاک اوبو د سروې په خاطر مې اړوندو ادارو ته لارښونه کړی ده.
جمهوررییس غني وویل: د افغانستان په ځانګړي ډول د پروان پیداوارو ته بازارموندنه کېږي او اړتیا ده چې هر کال په ملي او ولایتي کچه خپل لومړیتوبونه وټاکو. هغه د پروان له پانګوالو وغوښتل چې د یاد ولایت او ټول هیواد د بیارغاونې په برخه کې مخکښ شي.
په دغو مراسمو کې د پروان والي فضل الدین عیار ښې رهبرۍ او بیارغاونې او د لویو ملي پروګرامونو تطبیق ته د جمهوررییس له پاملرنې مننه وکړه وې ویل: د جبل السراج ماڼۍ پر بیارغاونې سربېره، د پروان د لیلیې، جوماتونو او روغتونونو لپاره د انتظار خونو جوړولو پروژې د جمهوري ریاست ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له لورې دوام لري.
همداراز د پروان ولایتي شورا رییس بهاوالدین جیلاني د تاریخي آبداتو په ځانګړي ډول د جبل السراج ماڼۍ بیارغاونې ته د جمهوررییس له پاملرنې مننه وکړه.
هغه زیاته کړه: نن موږ په یوې داسې تاریخي ودانۍ کې ولاړ یوو چې د پردیو د جنګونو او یرغل له امله کنډواله شوې وه او د پروان خلک او د هیواد تاریخ به هېڅکله له یاده ونه باسي چې د جمهوررییس زړه بیارغاونې او جوړولو ته تپېږي.
هغه خپلواکه دفاع، په بریالي ډول د ټاکنو ترسره کېدل او د سولې خبرو بهیر د جمهوررییس او افغانستان حکومت د پام وړ ګامونه وبلل.
په دغو مراسمو کې د جمهوري ریاست ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مرستیال عبدالرحمن عطاش د جبل السراج ماڼۍ د بیارغاونې بهیر په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، د دې ودانۍ د بیارغاونې چارې د جمهوررییس غني په لارښوونه د ۱۳۸۷ په تلې کې پیل شوې او ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
هغه څرګنده کړه: د جبل السراج ماڼۍ د بیارغاونې په ګډون په پروان کې د ۱۷ نورو پروژو د بیارغاونې کارونه دوام لري او یو شمېر یې بشپړې شوې دي.
وروسته د پروان ولایتي شورا غړې ملکې مایلزاده د جبل السراج تاریخي ماڼۍ بیارغاونې ته د جمهوررییس له پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل: د جمهوررییس غني د زعامت پر مهال په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو، ښځو حقونو او ملي وحدت برخو کې زیاتې لاسته راوړنې لرو.
هغې زیاته کړه، دغه هڅې د جمهوررییس اراده او عزم ښیي چې د افغانستان په تاریخ کې بې ساری دی.
په همدې ترتیب د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان هم په خپلو خبرو کې وویل: د تاریخي ابداتو جوړول زموږ له اسلامي او ملي ارزښتونو سره اړیکه لري. هغه زیاته کړه، د دغه ډول ځایونو جوړول چې خلک سره یو ځای کوي، اسلامي او ملي کار دی.
هغه همداراز د استالف تخت بیارغاونې، د شهیدانو وارثینو او په پروان ولایت کې د ځمکو خړوبولو لپاره د بندونو جوړولو ته د جمهوررییس د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د دغو مراسمو په جریان کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د جبل السراج ماڼۍ د تاریخي مخینې او بیارغاونې بهیر د دوام په اړه ویډیو هم نندارې ته وړاندې شوه.