فرهنګ

دپوهان امرخيل دعلمي، ادبي او فرهنګي شخصيت درناوى وشو .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
دوزير محمد ګلخان مومند دفرهنګي ټولنې دبنسټ او دميدان وردګو ولايت دځوانانو دمدني بنسټ غړو ځوانانو نن دپوهاند ډاکتر نجيب الله امرخيل کړه وړه او فعاليتونه وستايل.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :- په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمالي ، اداري او ګرځندوى معين زردشت شمس دلوړو زده کړو وزارت دځينو مقاماتو ، دپوهنتونونو ديو شمير استادانو او دهيواد دعلمي او فرهنګي شخصيتونو په ګډون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال تالار کې جوړه شوې وه دوزير محمد ګلخان مومند دفرهنګي ټولنې بنسټ ايښودونکي ګلبت خان مومند دپوهاند ډاکتر نجيب الله دسياسي ، ټولنيزو ، فرهنګي او مدني فعاليتونو په باره کې خبرې وکړې او د ده دڅو علمي او ادبى آثارو يادونه يې وکړه .
وروسته په دې غونډه کې دکابل د طبي پوهنتون رييس پوهاند ډاکتر شرين آقا ظريف او ددغه پوهنتون استا پوهاند ډاکتر وحيد الله مومند ، دلوړو زده کړو وزارت استازي کامه وال ، پوهان لطف الله صافي او خوشحال روحي دپوهاند ډاکتر امرخيل دشخصيت په باب خبرې وکړې او دى يې دکابل د طبي پوهنتون او دقندهار ، هرات ،بلخ پکتيا،پکتيکا او دخوست دپوهنتونونو د طبي پوهنځيو دجراحۍ داستادانو لارښود استاد او دافغانستان دعلومو اکاډمۍ د طبي علومو د دياپرتمنت غړى وباله .
وروسته په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوى معين زردشت شمس ، پوهاند ډاکتر امرخيل يو مجرب ډاکتر ، لايق جراح او دخپلو خلکو په تيره بيا د بې وزلو کسانو په نسبت خواخوږى ډاکتر وباله او څرګنده يې کړه چې پوهاند ډاکتر نجيب الله امرخيل د طبابت په برخه کې دهيواد والو ترمنځ خاص شهرت لري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهيواد ددغه ستر شخصيت ادبي او فرهنګي کارنامې ستايي : په دې غونډه کې دميدان وردګو ولايت دځوانانو دمدني بنسټ يو شمير غړو او جنرال عتيق الله امرخيل خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دوزير محمد ګلخان مومند دفرهنګي بنسټ او د ميدان وردګو ولايت دمدني بنسټ د ستاينې طرحې پوهاند ډاکتر نجيب الله امرخيل ته ورکړى شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته