غزنى باختردليندۍ دمياشتې ١٤نيټه :
د شهيد شويو پوليسو له شپيتو کورنيوسره په غزني ولايت کې مرسته وشوه.
د غزني ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد زمان باختر آژانس ته وويل چې د شهيدانو په کورنيو لس لس زره افغانۍ نغدې پيسې، اوړه، وريجې او غوړي وويشل شول.
دغه مرستې د غزني ولايت د امنيه قوماندان له خوا د پوليسو د هغو منسوبينو په کورنيو چې د روان کال په بهيرکې يې له وسله والو مخالفينوسره په جګړه کې شهيدان شوي دي؛ وويشل شوې.
د غزني امنيه قوماندان د شهيدانو له کورنيو سره په کتنه کې وويل: د هغو شهيدانو يادونه او خاطرې به چې د هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې شهيدان شوي دي؛ تلپاتې وي.
پاى شکريه ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ