کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه
اووه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې په دوو جلاجلا پېښو کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د شاه ولي کوټ او نېش په ولسواليوکې بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې ٧ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې له ځمکې او هوا څخه بريدونه پرې وشول.
ختم_ شکريه_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ