فرهنګ

خبرتيا

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا
  دټوليزو رسنيو د ٢٨ مادې له مخې دهېواد هغه اتباع ، سياسي ګوندونه، ټولنيز سازمانونو ، کورني اوبهرني  غير دولتي شرکتونه اوموسسې او ددغه قانون په ٢٧ ماده کې ليکلې شوي موسسې چې رسنۍ جوړوي ،  مکلفې  دي چې دفعاليت جوازيې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه ترلاسه کړي .
ددغه قانون له مخې  هغو رسنيو ته چې تراوسه پورې د خپل فعاليت جواز له دغې ادارې څخه نه دى ترلاسه کړى اويا د ټوليزو  رسنيو دجوړولو دڅرنګوالي له مقررې سره  سم تراوسه پورې  دخپل فعاليت جواز نوي کړي نه وي  خبر ورکول کيږي  چې ددوو اوونيو   په دننه کې دې درسنيو په خپرونو دڅارنې رياست ته ورشي او خپل جواز ليک دې ثبت او نوي کړي له دې پرته به له سرغړونکو سره دټوليزو رسنيو دجوړولو دڅرنګوالي دمقررې  د ٣٦ مادې له دويمې او دريمې فقرې سره سم قانوني چلند وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته