هرات باختر دچنګاښ دمياشتې ١١ :
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ دوه منسوبين له وظيفوي صلاحيتونو څخه د ناوړې استفادې په تور په مجازاتو محکوم شول.
تورن کسان د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د جرمونو د ابتدائيه محکمې په قضايي علني غونډه کې چې د قضاوتيار عبدالهادي وثيق په مشرۍ جوړه شوې وه، دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ دوه تنه منسوبين هريو په درې او دوه کاله بند محکوم شول.
د هرات ولايت د اداري فساد د جرمونو د ابتدائيه محکمې رئيس وايي چې دوى تورن کسان د سندونو او شواهدو له مخې په درې او دوه کاله بند محکوم کړل.
په ټاکلې موده کې د تورنوکسانو د استيناف غوښتنې حق خوندي دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ