کابلباختر د سنبلي ٣١
دملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو د منسوبينو د عملياتوپه بهيرکې چې دميدان وردګو ولايت په مربو طاتوکې ترسره شول؛ د دښمن يو شمېرکسان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات چې پرون ددغه ولايت د سيد آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ طالبانو ته د سر درا نده زيانونه اوښتي دي او يو توغندي ويشتونکى، دوه ميله پيکا، دوه کلاشينکوفونه ، اووه لاسي بمونه ،درې ايکم مخابرې، يوه اندازه وسايل او جنګي تجهيزات هم په عملياتو کې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتوکې ددغو ځواکونو په ورته عملياتوکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ