(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

د هرات د ترانسپورت په عوایدو کې ۹۰ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی

کابل، د وږي ۲۰ مه، باختر

د هرات د ترانسپورت ریاست مسوولین، د دغه ولایت د ترانسپورت په عوایدو کې د ۹۰ میلیونه افغانیو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د هرات د ترانسپورت ریاست مالي او اداري مدیرعبدالحنان سنګري وايي، چې د ۱۴۰۲ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۲۹ میلیونه ۱۱۸ زره ۸۳۸ افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تېر کال د لومړیو پنځو میاشتو په پرتله ۹۰ میلیونه افغانۍ زیات والی ښیي.

د نوموړي په خبره تېر کال یې ۳۹ میلیونه ۹۳۸ زره ۹۱۹ افغانۍ عواید راټول کړي وو.

د یادونې وړ ده، چې دغه عواید د یاد ریاست له عایداتي سرچینو څخه راټول شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا