اقتصاد

د مالیې وزیر د تخار له والي سره د ټولګټو پروژو په اړه خبرې وکړې

کابل_باختر د تلې د مياشتې١٠مه
مالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د تخار له والي ډاکټر فضل الله مجددي سره د ټولګټو پروژو په اړه خبرې وکړې.
د ماليې وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دواړو لوریو د تخار ولایت په وضعیت، د خلکو لومړیتوب په پام کې نیولو سره د ټولګټو پروژو په پلي کولو، د ماوراء کوکچې سړک جوړولو په کار په دوام، د ښار د سړکونو په بیا رغولو او نورو اړوندو مسائلو بحث او خبرې وکړې.
پرېکړه وشوه، چې د دې ولایت د خلکو اړتیا او لومړیتوبونو له مخې، یوه معلوماتي بسته دي جوړه او د اړوندو ادارو له همغږۍ سره سم دي امکاناتو ته په کتو د راتلونکي کال په بودیجه کې شامله شي.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته