امنیت

دملي امنيت سلاکار :دسولې دخبرو دروازه به دتل لپاره پرانستې نه وي.

کابل   باختر د کب د مياشتې  ٥  :
دملي امنيت سلاکار وايي چې زموږ موخه يوازې له وسله والو مخالفينو سره خبرې نه دي بلکې موخه د تروريستانو لمنځه تلل او دافغانستان دملت پرخلاف دتاوتريخوالي بندول دي .
دباختر آژانس دخبرله مخې : دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر چې نن يې دافغانستان حکومت ته دفدراتيفې روسيې د دولت له خوا دلسو زرو کلاشنکوفونو دسپارلو په مراسمو کې خبرې کولې وويل چې زموږ موخه يوازې له وسله والو مخالفينو سره دسولې خبرې نه دي بلکې موخه دتروريستانو لمنځه تلل او دافغانستان دملت پرخلاف دتاوتريخوالي بندول دي .
ده ټينګار وکړ چې موږ په ښه نيت سره حرکت وکړ او په همدې حال کې خپلې دفاعي او امنيتي وړتياوې پراخوو.
ښاغلي اتمر دغه راز وويل چې دسولې دخبرو د روازې به دتل لپاره پرانستې نه وي . او هغه ډله چې دسولې خبروته حاضره نه شي.
په څلور اړخيزه غونډه کې دبرخه والو غړو غبرګون ته دې سترګې په لاره واوسي.
محمد حنيف اتمر وويل چې دسولې په خبرو کې دشخص په لټه کې نه يو بلکې دخبرو دنتيجو په لټه کې يو ،دتروريزم پاى ته رسيدل بايد ددغو خبرو نتيجه وي يعنې دسولې د خبرو پاى بايد دتروريزم پاى ته رسيدل وي.
دملي امنيت سلاکار وويل چې موږ د روان کال او د نورو کلونو لپاره ستر پروګرامونه لرو چې په ډير لند ممکن وخت کې به دهيواد دجمهور رييس له خوا اعلام شي. سره له دې چې ښاغلي اتمر ددغو پروګرامونو له جزيياتو سره اړيکې ونه نيولې خو ويې ويل چې دغه پروګرامونه نه يوازې په پوځي او امنيتي برخو کې بلکې دښې حکومتوالۍ ، داقتصاد دپياوړتيا، قانونيت او دقانون دواکمنۍ په برخه کې هم ترلاس لاندې نيول شوي دي .
محمد حنيف اتمر دخپلو خبرو په دوام وويل : هغه کسان چې دپرديو او د تروريستانو په خدمت کې دي بايد په دې پوه شي چې نور د دوى وخت تير شوى دى او اغيزمن نه دي .
محمد حنيف اتمر وويل چې موږ په را روان کال کې داحتمالي ستونزو اټکل کړى دى . او موږ هم دخپلو خلکو دعزت د دفاع او آرامۍ لپاره يو لړ اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي. .
دملي امنيت سلاکار دافغانستان حکومت دلسو زرو کلاشنکوفونو دشپارلسو په باب د روسيې د دولت دهمکارۍ له امله مننه وکړه او ويې ويل چې له روسيې سره په همکارۍ کې يوازې دفاعي او پوځي مسلې شاملې نه دي ، مهمې اقتصادي مسلې ،دوه اړخيزه همکاري او سيمه همکاري هغه مسلې دي چې موږ پرې تمرکز لرو چې د دواړو هيوادونو له ګټو سره سمون لري .
محمد حنيف اتمر په دغو مراسمو کې دغه راز وويل چې حکومت به نه يوازې دسپکو وسلو په برخه کې بلکې د درندو وسلو او داستخباراتي او کشفي وسايلو په برخه کې دهيواد دامنيتي ځواکونو اړتياوې پوره کړي .
په کابل کې د روسيې سفير په دغو مراسمو کې وويل چې له پخوا زمانې راپه دې خوا له افغانستان سره ښه همکاري لرو هغه همکارۍ چې هوايي برخه ، له نشه يي توکو سره مبارزه ، دافسرانو روزنه او د تحصيلي بورسونو ورکول پکې شامل دي او دغه مرستې به دوام ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته