امنیت

د پلخمري ښار په مربوطاتو١٠ توغندي ولګېدل

کابل/ د چنګاښ ٢٠مه / باختر
د ميزاييل ١٠ توغندي پرون د پلخمري ښار په مربوطاتو کې ولګېدل.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت باخترآژانس ته وويل؛ دغه توغندي د ډنډ غوري له لوري پرپلخمري ښارتوغول شوي دي.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ ٣ توغندي د بغلان د امنيې قوماندانۍ په انګړ او ٧ نور د استوګنې پر سيمو ولګېدل چې په پايله کې دوه ملکيان ټپيان شول.
د بغلان د عامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ د پلخمري ولايتي روغتون ته د دوو ټپيانو د لېږدولو خبرورکړ او ويې ويل چې د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والى دى.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته