امنیت

لس طالبان په هرات کې ووژل شول

کابل/ د غويي٩مه / باختر
لس وسله وال طالبان په هرات کې په نويو جګړو کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د شينډنډ او ادرسکن ولسواليو په مربوطاتو کې بريدونه وشول.
د هېواد په لويديځ کې د ظفر قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دې پېښه کې لس وسله وال طالبان ووژل شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: وسله والو طالبانو د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر څو پوستو بريدونو ته چمتو کېدل چې له ځمکې او هوا پرې بريدونه وشول.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې: پوځيانو دهرات له ګڼ مېشتو لارو څخه د١٦ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو د ښخولو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته