امنیت

په لوګر کې ديوې کورنۍ ١١ تنه غړي ووژل شول

پل علم باختر دغويي دمياشتې  ٢٩ :
په لوګر ولايت کې ديوې  کورنۍ ١١ تنه غړي نن ووژل شول.
دلوګر دوالي وياند محمدسليم صالح باخترآژانس ته وويل  چې   ديوې کورنۍ  ١١تنه غړي په واټ کې دښخ کړاى شوي ماين د چاودنې  امله ووژل شول.
صالح زياته  کړه چې  ديوې کورنۍ  ١١ تنه غړي  ديوه سراچه موټر په سپرلۍ دبرُگ له سيمې څخه دمحمداغي و لسوالۍ زرغون ښار ته روان وو  چې د لارې په اوږدو کې دسپرلۍ  موټر يې په واټ کې په ښخ  کړاى شوي ماين وخوت او ټولې سپرلۍ يې شهيدانې شوې .
ده وويل  چې  پنځه ميرمنې ،پنځه ماشومان او يو سړى ددغې پيښې په قربانيانو کې شامل دي چې ټول يې ديوې کورنۍ غړي وو او  غوښتل يې چې دخپلو دوستانو دواده په مراسمو کې ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته