فرهنګ

د ۱۳۹۳ کال د نوروز د جشن د لمانځلو د کمیسیون غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د ليندي دمياشتې ١٦ مه:
د ۱۳۹۳ کال د نوروز د جشن د لمانځلو د کمیسیون غونډه نن د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ جوړه او د مؤظفو کاري کمیټو د فعالیتونو په اړه خبرې وشوې.
د لوړو زده کړو وزارت د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې چې د اطلاعات او فرهنګ، فوايدعامې، پوهنې، عامې روغتیا وزارتونو، د کابل ښاروالۍ، د چارو ادارې او د نورو اړوندو ارګانونو مرستیالانو او استازو ګډون کړی وو، د لوړو زده کړو وزیر پوهاند ډاکتر عبیدالله عبید د پغمان غونډى د سړکونو او تللو لارو د کاري کمیټو د کار او د مخکینو لیدنو او ناستو په اړه معلومات ورکړل او د ټولو اړوند ارګانونو له کارونو او هڅو څخه چې د ۱۳۹۳ کال نوروز نړیوال جشن د لمانځلو له امله یې د پغمان غونډى په جوړولو کې تر سره کړي، مننه وکړه.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال نبي فراهي ددغه کمیسیون د فرهنګي کمیټو د کړنو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: د اړوندو کمیټو له خوا د دغه جشن لپاره د عامه پوهاوي، هنري پروګرامونو، فیستوالونو، نندارتونونو او یو شمېر نورو پروګرامونو د جوړولو کارونه تر لاس لاندې دي چې په بریالتوب سره پر مخ ځي.
وروسته د عامې روغتیا، پوهنې، سوداګرۍ، فوايدعامې، د چارو ادارې، کابل ښاروالۍ او د ټولو اړوندو ارګانونو استازو د دغه جشن د لمانځلو د تیارۍ په مقصد خپل نظریات او وړاندیزونه د غونډې ګډونوالو ته واورول.
په غونډه کې دغه راز د امنیتي ځواکونو په مرسته د پغمان غوندى په سیمه کې د کورنو د لمنځه وړلو او د اړوندو سړکونو په قیر کولو ټینګار وشو او پريکړه وشوه چې د نیالګیو کینولو په مقصد د حشر په توګه کارونه پر مخ یوړل شي. دغه راز له ټولو کمیټوڅخه وغوښتل شول چې خپل کارونه منظم او په سرعت سره پر مخ بوځي او په راتلونکې غونډه کې خپل کاري رپوټونه وړاندې کړي.
دا پنځلسمه غونډه ده چې د دغه جشن د لمانځنې د کمیسیون له خوا ۱۳۹۳ کال نړیوال جشن د لمانځنې په مقصد جوړیږي.
ټاکل شوې دغه جشن د کورنیو او بهرنیو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو سربیره د بهرنيو میلمنو په ګډون د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته