اقتصاد

له ازبکستان سره د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې بهیرله سره پیل شو

کابل / د وږي ۱۰ / باختر
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګرې د اوسپنې پټلۍ له لارې بيا پیل شوه .
د را رسېدولوخبرونوله مخې ، د اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو ۲ کتارونه نن له ازبکستان څخه او د حیرتانو د بندر له لوري افغانستان ته ننوتل.
دا لمړى سودګریز کاروان دی چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته له ازبکستان څخه واردېږي.
زیاتره د افغانستان خوراکي او ساختماني توکي له ازبکستان څخه دي.
د افغانستان د اوسپنې پتلۍ د ادارې یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې ټاکل شوې ده په راتلوونکو ورځو کې له ازبکستان څخه د افغانستان د تجارتي راکړې ورکړې بهیرزیات شي او د پخوا په شان عادي شي.
په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په بهیرکې له ګاوندیوهېوادونوڅخه د سوداګریز راکړې ورکړې بهیربند شوی و خو په دې وروستیو ورځوکې دغه بهیر بیا له سره پيل شوی دی.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته