
کابل، د وږي ۴مه، باختر
د (هرات صرافانو) فوټبال لوبډلې د چمن پاک افغان لوبډلې ته تر ماتې ورکولو وروسته د کندهار د عينو مېنې د فوټبال سياليو اتلولي خپله کړه.
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق د دغو سياليو د پايلوبې په مراسمو کې وویل چې افغانستان په نړۍ کې د بېساري امن څښتن دی او د همدې امن له کبله دمګړۍ په هېواد کې د نورو برخو ترڅنګ د ورزش لپاره هم ښه زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې دمګړۍ په افغانستان کې په مختلفو ورزشي څانګو کې تر لس لکو ډېر لوبغاړي ورزش کوي.
وثیق زیاته کړه چې د ورزش او لوبغاړو ستونزو د حل په موخه به ګړنډۍ هڅې وکړي.
د دغو سياليو پايلوبې ته د هرات صرافانو او د چمن پاک افغان لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې لوبه مساوي او په پینالټيانو کې د هرات صرافانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۵_۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې په دغو سياليو کې د کندهار، هرات، هلمند، له چمن پاک افغان او سپين بولدک ولسوالۍ ۸ لوبډلو ګډون کړی و، چې تېره شپه د هرات صرافانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.