TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ژنیو کنفرانس او د مرستو لرلید

کابل / د لیندۍ ۳مه / باختر
نن په ژنیو کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړېږي. د دغه کنفرانس موخه له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مرستو ژمنه ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
شک نشته چې اوس افغانستان هغومره د نړیوالې ټولنې د پاملرنې په مرکز کې نه دی لکه ۱۹ کاله مخکې چې و؛ خو د دې مانا دا هم نه ده چې ګنې نړیوالې ټولنې په بشپړ ډول له افغانستانه مخ اړولی دی او خپلې مرستې یې درولې دي او یا یې د درولو نیت لري. افغانستان اوس هم د نړیوالې ټولنې د پاملرنې وړ دی او باور دی چې نړیواله ټولنه به له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
نننی کنفرانس په عادي شرایطو کې نه جوړېږي. کروناویروس د ټولې نړۍ اقتصاد سخت ځپلی دی او لا یې ځپي. ستر مرستندویان په کور دننه له ګنو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دا نه شي کولای چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د دغو هېوادونو پر مرستو سیوری ونه غوړوي. پر دې سربېره، تېر کنفرانس افغان حکومت ته یو شمېر شرطونه ټاکلي وو او کورنۍ دنده یې ورسپارلې وه. نن به د افغانستان حکومت د ترسره شویو کړنو رپوټ وړاندې کوي. آیا دا رپوټ به په بشپړ ډول نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي او که نه؟ یانې د راتلونکو مرستو پر ژمنې د افغان حکومت رپوټ هم بې اغېزې نه دی.
د نړیوالې ټولنې په سپارښتنو کې تر ټولو مهمه موضوع د فساد پر خلاف مبارزه وه. همدارنګه د حکومتولۍ چارو ښه کول، د کورنیو عوایدو ډېرول، د شفافیت تامینول او حساب ورکول او ورو ورو د ځان بسیاینې پر لورخوځېدل.
د مالیې وزارت چارواکي وایي چې افغان حکومت د ژمنه شویو مسوولیتونو ۹۰ سلنه ترسره کړي دي او د پاتې نورو ۱۰ سلنه د ترسره کولو لپاره کار کوي. موږ دلته قضاوت نه کوو چې څومره سلنه کار شوی دی او څومره پرمختګ ترلاسه شوی دی؛ خو یو واقعیت باید په ډاګه کړو او هغه دا چې موږ په دغو برخو کې لا له ګڼو ستونزو سره مخ یوو. فساد په بشپړ ډول لا له منځه تللی نه دی. منو چې افغان حکومت په دې برخه کې یولړ ګامونه پورته کړي دي؛ خو د دغې ستونزې ریښې دومره ژورې دي چې لا ډېر کار او خورا جدي مبارزې ته اړتیا لري.
همدارنګه د کورنیو عوایدو په ټولولو او ډېرولو کې هم ستونزې شته او جدي ستونزې شته. اوس هم د کورنیو عوایدو په تېره بیا د ګمرکي عوایدو یوه برخه د مافیایي کړیو جېبونو ته ځي. دغه راز د کورنیو تولیداتو کچه هم د اندېښنې وړ ده. افغانستان کرنیز هېواد شمېرل کېږي او کرنه او مالداري یې د ملا تیر دی؛ خو له بده مرغه موږ اوس هم غنم، اوړه او حبوبات له بهره راوړو، دغه راز حیواني محصولات په تېره بیا غوښه هم له بهره راوړو. د انرژۍ په برخه کې هم ستونزې لرو. افغانستان د برېښنا انرژۍ د تولید لپاره د اوبو، لمر، ګاز، ډبرو سکرو او باد ښه امکانات لري؛ خو موږ لا تراوسه پر وارداتي برېښنا تکیه کړېده او په دې برخه کې مو پانګونه نه ده کړې. د زېربناوو جوړولو ته پوره پاملرنه نه ده شوې. دا او نورې ګنې ستونزې دي چې موږ یې باید حل کړو.
دا هم جوته ده چې د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته افغانستان د دغو ستونزو د حل وړتیاوې په نږدې راتلونکې کې نه لري. موږ د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لرو. همدارنګه نړیواله ټولنه هم دغه واقعیت په ډېره ښه توګه درک کوي چې باید له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. د دوی مرستې د افغانستان په ثبات کې ونډه لري، د افغانستان په ځان بسیاینه کې نقش لري او افغانانو ته د سوکاله او نېکمرغه ژوندانه په تامینولو کې مرسته کوي او دا هغه مسایل دي چې د نړیوالې ټولنې په ګټه دي. زموږ اړیکې باید د یوې تعریف شوې رڼې دواړه اړخیزې معاملې پر بنسټ ولاړې وي. د هر لوري ژمنې او مسوولیتونه باید روښانه وي او د څار یو میکانیزم هم باید شتون ولري.
د افغان ولس هیله دا ده چې نړیواله ټولنه د ژنیو په کنفرانس کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ښو مرستو ژمنه وکړي او افغان حکومت د دغو مرستو د پرځای لګولو په برخه کې خپل مسوولیتونه په ښه توګه سرته ورسوي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته