سیاست

د هلمند والي: که په ۲۰ ورځو کې د ښار وضعیت بدلون ونکړي په امنيتي ادارو کې به پراخ بدلون رامنځ ته کړي

لښکر ګاه باختر  د  چنګاښ ۱۲ مه
د هلمند و الي  تورن جنرال محمد یاسین خان د دغه ولایت د بېلابېلو امنيتي ادارو  مسوولینو ته  جدي سپارښتنه  کړې  که په شلو  ورځو کې د  ښاري وضعیت په امنیت کې بدلون  رامنځ ته  نه  کړي؛ د حوزو د امرینو په بدلون کې به هیڅ ځنډ ونکړي.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له  مخې؛
والي  دغه څرګندونې  د هلمند د امنيه قومنداني د امنيت له آمر ، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير او د ملي امنيت ښاري مرستيال سره په کتنه کې وکړې او په ښار کې د غلاو او نورو غېرقانوني پېښو پر مخنيوي یې جدي ټينګار او ځيني مشخصې سپارښتنې ورته وکړي.
والي وویل که په ۲۰ ورځو کې د غلاو د تېرو پېښو عاملين ونه نيول شي، خلکو ته قناعت ورنکړل شي او په ټوله کې وضعيت بدلون ونه کړي؛ نو د حوزو د آمرينو او د جنايي مديرانو د بدلون، له دندې د  لرې کېدو او څارنوالۍ ته د معرفي کېدو په هکله به تصميم ونيول شي.
خو په ورته وخت کې بیا د پوليسو مسوولين ادعا کوي، چې په ځينو ګومارنو او چارو کې يې وکيلان، سياسيون او ځيني نورې کړۍ لاس وهنې او مداخلې کوي، چې په وينا يې په همدې اساس ښاري نظم ګډوډ او جرمي پېښې زياتې شوي دي.
خو والي بیا  له وکيلانو او نورو مشرانو وغوښتل، چې د پوليسو په چارو او ګومارنو کې هيڅ ډول مداخله او لاس وهنه ونه کړي او زياته يې کړه، چې د جمهور رېيس د لارښوونې سره سم غواړي په پوليسو کې پراخ اصلاحات او بدلونونه رامنځته کړي.
د هلمند والي د امنيه قومنداني د امنيت آمر او د ملي امنيت مرستيال ته سپارښتنه وکړه، چې همدا اوس له خپلو اړوند امنيتي حوزو آمرينو او مديرانو سره ناسته وکړي او په جدي توګه دې په ښار کې د غلاو مخنيوي او مثبت تغير رامنځته کېدو لپاره خاص پلانونه او طرحې په لاره واچوي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته