خبرونهفرهنګTOP

د هرات له تاریخي ځایونو ۱۲ زرو سېلانیانو لیدنه کړې

کابل، د تلې ۷ مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت له تاریخي او لرغونو آثارو څخه ۱۲ زرو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۱ زرو کورنیو  او ۱۰۰۰ بهرنیو سیلانیانو د یاد ولایت له تاریخي او لرغونو آثارو څخه لیدنه کړې ده.

په همدې حال کې د تاریخي آبداتو مسوولین وايي چې په روان کال کې یې د ګرځندوی صنعت له لارې زیات عواید ترلاسه کړي دي.

ج

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا