سیاست

دنتيجو لپاره د ظرفيت دلوړولو رهبرۍ کميټې ٣٢ غونډه جوړه شوه.

کابل –  باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
دسي بي آر دنتيجو لپاره د ظرفيت دلوړولو دپروګرام درهبرۍ کميټې غونډه نن دماليې په وزارت کې جوړه شوه او د سوداګرۍ او صنايعو او دنشه يي توکو پرخلاف دمبآرزې دچارو دوزارتونو داصلاحي ،پلان ،تشکيلاتو او د راتلوونکو پلانونو او دنتيجو لپاره د ظرفيت دلوړولو دپروګرام له لارې استخدام دبهير په باب خبرې وشوې دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دغونډې په پاى کې وپتيل شوه چې دغه اداره دې داستخدام د تطبيق په برخه کې دسي بي آر دپروګرام له لارې اغيزمنه استفاده وکړي او دتشکيلاتو له قانون سره سم دې ځان اصلاح کړي.
په دې غونډه کې چې دماليې دوزير اکليل حکيمي په مشرۍ جوړه شوه دنتيجو لپاره د ظرفيت دلوړولو دپروګرام دملاتړيز دفتر ترڅنګ دکرنې او اوبو لګولو وزير ، دسوداګرۍ او صنايعو دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې کار او ټولنيزو چارو او دکانونو دوزارتونو مقامات او دجمهوري رياست دچارو د ادارې او اداري اصلاحاتو دخپلواک کميسيون استازو هم برخه لرله.
د يادونې وړده چې د سي بي ار دنتيجو لپاره د ظرفيت دلوړولو دپروګرام د رهبرۍ کميټه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دعالي مقام له حکم سره سمه جوړه شوې ده او ددغې کميټې کليدي موخې په منظم ډول داصلاحاتو داساسي پروګرام دبرابرولو او تطبيق څارنه او دنتيجو لپاره د ظرفيت د لوړولو دپروګرام له لارې په وزارتونو او دولتي ادارو کې دمتخصصو او مجربو کادرونو داستخدام دشفاف بهير ګړندي کول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته