جلال آباد باختر دلړم دمياشتې ١٦ نيټه :
په جلال آباد ښارکې د پاکستان د قونسلګرۍ يو کارکوونکى پرون مازيګر ووژل شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: په جلال آباد ښارکې د پاکستان د قونسلګرۍ دغه کارکوونکى نير اقبال نوميده او پرته له دې چې امنيتي موظفينو ته خبر ورکړ، د اړتيا وړ توکو د پيرودنې په مقصد د قونسلګرۍ له ودانۍ څخه بهر وتلى و.
خوږياڼي وويل چې د پاکستان د قونسلګرۍ په دغه کارکوونکي د راستنيدو په وخت کې د ناپيژاندو وسله والو موټر سايکل سپرو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شو.
ده وويل: پوليس د بريدکوونکو د موندلو لپاره هلې ځلې کوي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ