کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پوليسو موظفينو نن دوه تنه سعودي عربستان ته دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
دکورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت رحيمي د باختراژانس خبريال ته وويل: يوې ښځې او يوه نارينه چې غوښتل يې د بيت الله شريف د حج په پلمه له کابل څخه دسعودي عربستان جدې ته سفر وکړي له اتو کيلوګرامو نشه يي توکو سره چې په ډير مهارت سره د شامپو په بوتلونو ، دکريمو په ډبليو ، صابونونو او يوه اندازه نور يې په احرامونو ، ځان پاکوونکو ، جاي نمازونو ، او داغوستنې په نورو لوازمو کې په اوبلن او جامد ډول ځاى پرځاى کړي و ، دحامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پوليسو د موظفينو له خوا ونيول شول . ختم_ ف _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل