کابل باختر دمرغومي نوولسمه :
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين او سرپرست حکمت خليل کرزي پرون د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال توماس شنن سره ددغه وزرات په مقرکې وکتل.
باختر آژانس ته د بهرنيو چارو وزارت د وياند د دفتر د معلوماتو له مخې:
په دې کتنه کې دواړو لورو د سيمه ئيزو او نړيوالو موضوعګانو، د تروريزم پرخلاف د ګډو مبارزو او له هغو کړيو سره چې له دغې شومې پديدې څخه ناوړه ګټه کوي، د ملي امنيتي ځواکونو د روزنې او پياوړتيا او د افغان د دفاعي ځواکونو په تېره بيا د افغانستان د هوايي ځواکونو د روزنې او تجهيز په باب خبرې وکړې .
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د کتنې د مطبوعاتي کنفرانس په پاى کې چې جوړشوى و، په بېلابېلو ساحوکې د امريکا متحده ايالاتو له همکاريوڅخه مننه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان اړيکې د جمهور رييس اوباما له ادارې سره په ډيرې ښې کچې کې وې او باور لري چې دغه مناسبات د نوي جمهور رييس دونالد ترامپ له ادارې سره به هم په ډيرې عالي کچه وي .
په دې مطبوعاتي کنفرانس کې ښاغلي شنن وويل چې د ده سفر په دوو مشخصو هدفونو تمرکز لري .
لومړى دا چې افغانستان ته د امريکا د متحده ايالاتو د رسمي هيئت دغه سفر د امريکا د متحده ايالاتو د اوسنۍ ادارې د کاري دورې په وروستيو وختوکې ترسره کيږي. دويم دا چې په نوې اداره کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس سره په دايمي همکارۍ او مشارکت د امريکا د متحده ايالاتو د ژمنې څرګندوى دى.
0 1 دقیقه لوستل