
کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر
په هرات کې معیاري مسلخ د کرنې وزارت له خوا د مسعود حامد، عدنان الهام او د ختیځ زون د کرنیزو محصولاتو د پروسس کمپلکس ته د داوطلبۍ له لارې د باکیفیته غوښې پروسس اجازه ورکړل شوه.
اوس مهال يادو شرکتونو د غوښې پروسس پيل کړى او چمتو دي، چې د هرات ښاريانو ته روغتیایي او با کيفيته غوښه وړاندې کړي.
د هغو پسونو او وزو وزن چې ۱۵ کیلو وي په هره کیلو ۳۲.۵ افغانۍ او له ۱۵کیلو پورته څارویو ۵۰۰ افغانۍ اخلي.
دغه راز د ۱۰۰ کیلو ګرامه وزن لرونکې غوا په هره کیلو ۲۲.۵ افغانۍ او له ۱۰۰ کیلو څخه زیاته غوا په ۲۳۰۰ افغانیو ذبح کېږي.
چې د هرې ذبحې څخه د ترلاسه شویو پیسو څلور سلنه دولت ته ورکوي.
د خوړو خوندیتوب زیاتول، د انسانانو او حیواناتو ترمنځ د عامو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د څارویو د ارزښت سلسله رامنځته کول، د کار پیدا کول او اقتصاد ته وده ورکول، د چاپېریال د ککړتیا مخنیوی د دغو مسلخونو د جوړولو له موخو څخه دي.
دغه مسلخ په یو وخت کې د ۱۰۰ غواګانو او ۵۰۰ پسونو د حلالولو ظرفیت لري، چې د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شوی دی.
د دغه مسلخ د جوړولو چارې په لس جریبه ځمکه کې د کرنې وزارت له پراختیايي بودجې څخه په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې وې، چې اوس تر جوړېدو وروسته خصوصي سکتور ته په کې د کار اجازه ورکړل شوه.
لمر